1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرنې وزارت: د کروندګرو د پیداوارو د ساتنې لپاره پنځلس سړې خونې جوړیږي

123
01 Feb 2020

د کرنې وزارت ویاند، اکبر رستمي وايي چې دا وزارت په را روان کال کې، په پام کې لري چې د کروندګرو د پیداوارو د ساتنې لپاره پنځلس سړې خونې جوړې کړي.

ښاغلي رستمي زیاته کړه چې دا سړې خونې به هره یوه یې د ۵۰۰ متریک ټنو توکو د ساتلو وړتیا ولري.

مخکې له دې کروندګرو تل د خپلو پیداوارو لپاره د معیاري سړو خونو او د مناسب بازار د نشتون له کبله اندیښنې شودلې وې. د هغو په اند، د پیداوارو د ساتلو لپاره یې د مناسب ځای نشتون، تل د دې لامل شوی چې کرنیز پیداوار یې فاسده شي.

له بلې خوا، د کرنې وزارت ویاند ویلي چې دا بنسټ د کرنې د ودې لپاره، هڅه لري چې د هیواد په پنځو زونونو کې د کروندګرو لپاره د پيسو له نړیوال صندوق څخه پور واخلي.

ښاغلي رستمي زیاته کړه چې په تیر کال کې نږدې څلور زره کروندګر د کرنې د پرمختیا د صندوق له کرنیزو پورونو څخه برخه من شوي دي.

له دې ټولو سره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا په دې وروستیو کې د کورنیو پیداوارو لپاره د بهرنیو بازارونو د موندنې د هڅو د پیل خبر ورکړی او هیله یې ښودلې چې په راتلونکي کال کې به د هیواد کورني پیداوار د نړۍ د ۵۰ هیوادونو بازارونو ته لار ومومي.

آرزو نیوز- شمس الرحمن سباوون خپلواک