1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرنې وزارت: سږکال د زعفرانو پیداوار ۲۱ ټنو ته رسیدلي

زعفران-کندز
04 Feb 2021

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند، اکبر رستمي وایي چې په ۱۳۹۹ کال کې په اووه زره او ۹۰۰ هکتاره ځمکه کې، زعفران کرل شوي او ډیرۍ پیداوار له هرات، بلخ، فاریاب او کندز ولایتون وترلاسه شوي.

 

د کرنې وزارت د شمیرنو پر بنسټ؛ یوازې په هرات ولایت کې، سږکال اووه زره او ۳۱۷ هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي او پاتې ۵۰۰ ډیره هکتاره ځمکه کې په نورو ولایتونو کې د زعفرانو کښت شوی دی.

د افغانستان زعفران چې په زرغونې طلا هم شهرت لري، په دې وروستیو کې یې د ښه کیفیت لرلو له کبله د نړۍ په کچه لومړی مقام هم ترلاسه کړی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې هڅه لري په ۱۴۰۰ کال کې هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې په راتلونکي کال کې د زعفرانو پیداوار لا ډیر شي.