په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له کبله ۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۱۸۷۷ شکمنو آزمښت شویو بیلګو له منځه ۲۰۶ پیښې مثبتې ختلي او همدا شان په دې مهال کې ۱۸۰ تنه هم بیرته روغ شوي دي.
د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۹ زره او ۵۷۶ تنو ته رسیدلی چې له دې منځه بیا ۲۶۱۸ تنو ژوند بایللی او ۵۲ زره او ۹۷۴ تنه هم روغ شوي دي.
له دې سره په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس درییمه څپه تر ټولو خطرناکه بللې او همدا راز ویلي یې دي چې د حکومت له مشرتابه سره پر تګ راتګ محدودیت وضع کولو او یوې بیړنۍ کمېټې جوړښت پر سر خبرې پیل کړې دي.