نړیوال بانک نن پیلنۍ(لیندۍ/قوس ۲۲مه) اعلان وکړ چې دې بنسټ له خپلو بلاعوضو مالي مرستو څخه افغانستان ته د ۸۵ میلیونه آمریکايي ډالرو مرسته تصویب کړې ده.
دا پیسې د دې بانک د ۳۹۳ میلیونه ډالري مرستو او د افغانستان د بیارغونې د صندوق یوه برخه ده.
دې بانک اعلان کړی دی چې د نړیوال بانک ۳۹۳ میلیونه ډالري مرستو کڅوړې به او د افغانستان د بیا رغونې صندوق د کرونا منفي اغیزو کمیدو، روغتیایي چوپړتیاو او پاکو اوبو ته د لاس رسي په برخه کې ولګول شي.
د دې بانک د مالوماتو پر بنسټ، کووید۱۹ په افغانستان کې ګڼې اقتصادي او ټولنیزې رامنځته کړې دي.
دې بنسټ اعلان کړی دی چې د دې مرستو له منځه ۵۰ میلیونه یې په افغانستان کې د پاکو اوبو چمتو کولو،روغتیایي چوپړتیاو او سازماني ملاتړونو نړیوالې پراختیایي ادارې له لوري او ۳۵ میلونه یې د ښاري تړون له ملي برنامې څخه ملاتړ ته ځانګړې شوې دي.