په افغانستان کې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې په کرونا د دوه زره او ۴۰۵ شکمنو کسانو ترمنځ ۲۳۰ تنه یې مثبت په ثبت رسیدلي دي.
په هیواد کې د کرونا ویروس شمیر ۴۹ زره او ۹۷۰ تنو ته رسیږي چې له دې منځه دوه زرو اولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸ زره او ۶۴۸ تنه هم بیا روغ شوي دي.
په همدې حال کې د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي همداشان ټینګار کوي چې د کرونا ویروس د دویمې څپې د خپریدو د مخنیوي لپاره خلک باید په جوماتونو او کورونو کې د فاتحې مراسمو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.
د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني له هیوادوالو غواړي چې روغتیایي ټکي په پام کې ونیسي او ماسکونه وکاروي.