1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرونا د ویروس د قربانیانو شمیر ۲۰۰۵ تنو ته ورسید

کرونا
19 Feb 2020

د چین د روغتیا ملي کمیسیون وایي د ۲۴ تیرو ګړیو په بهیر کې په دې ویروس اخته شوي ۱۳۶ تنه وژل شوي دي.

د دې هیواد روغتیایي چارواکي، په چین کې د څه د پاسه د دوه زرو تنو له مړینې او همداشان په چین او د نړې په بیلابیلو هیوادونو کې په دې ویروس د ۷۴ زرو او ۱۸۵ نورو اخته کیدو پخلی کوي.

د دې وژونکي ویروس د اخته شویو ترمنځ، د ۱۱ زرو ۹۷۷ تنو حالت نازک ویل شوی.

له بلې خوا ګزارشونه ښیي چې د روغتیاپالانو او مرسته کوونکو شمیر چې په کرونا ویروس اخته شوي، د ډیریدو په حال کې دی.

همداشان د چين په ووهان ښار کې د یوه روغتون د مشر مړینې سره، د دې ناروغۍ په پایله کې د روغتیاپالانو او مرسته کوونکو د قربانیانو شمیر ۶ تنو او د اخته شویو شمیر ۳ زرو تنو ته رسیدلی دی.

د چارو پوهانو هم د فبرورۍ میاشتې تر پایه په دې ویروس د اخته کیدو د شمیر د ډیریدو هیښتیا ورکړې ده.

د یوه بل خبر پر بنسټ په جاپان کې د یوه تفریحې بیړۍ مسافرین چې د کرونا ویروس د اخته کیدو له کبله په قرنطین کې وو، له بیړۍ څخه بهر شوي دي.

آرزو نیوز – نجلا مایار