1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرونا ویروس؛ تراوسه په افغانستان له زرو ډیر کسان مړه شوي

کرونا (1)
12 Jul 2020

د عامې روغتیا وزارت په تیرې یوې شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له کبله د ۱۶ مړینو د ثبت خبر ورکوي چې له دې شمیر سره، د دې ویروس د قربانیانو شمیر، یو زرو او ۱۰ کسانو ته لوړ شو.

 

د روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې؛ په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هیواد کې د کرونا ویروس یوازې ۸۵ پيښې ثبت شوي چې له دې سره په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۳۴ زره او ۴۵۱ تنو ته ورسید.

په دې موده کې، همداراز په دې ویروس ۸۱ اخته کسان روغ شوي چې د روغو شویو کسانو شمیر، تراوسه ۲۱زره او ۲۱۶ تنو ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت د اطلاعاتو له مخې؛ دې وزارت تراوسه په ټول هیواد کې ۷۹زره او ۷۳۲ شکمنې پيښې څیړلي دي.