هیوادوال وایي چې د ګرځبندیز ترڅنګ، د بیو د لوړوالي له کبله د اړتیا د توکو د پیرلو د وس نشتون، د دوی روان ته سخت تاوان رسولی دی.
د کرونا ویروس د ګواښ له کبله، ګرځبندیز سره هم مهاله، د خوراکي توکو بیه هم په لوړیدو ده.
د پلازمینې یو شمیر اوسیدونکي، پلورونکي او پانګه وال په احتکار او حکومت د بازارونو په څارنه کې په بې غورۍ تورنوي.
د دوی په وینا؛ د لومړنیو توکو، سبزیجاتو او میوو بیه ۴۰ سلنه لوړه شوې او ګرځبندیز ته په کتو سره، دوی د اړتیا وړ توکو د پیرلو وس نلري.
دوی همداراز وايي چې د قرنطین د وضعیت ترڅنګ، د توکو د بیې لوړوالي د دوی په روان ناوړه اغیزه کړې ده.
اوس مهال خوراکي توکي، سبزیجات او میوې، د تیر په پرتله څلور چنده لوړ پلورل کیږي او د چرګانو د هګیو بیه هم له ۵ افغانیو، پنځلس افغانیو ته لوړه شوې ده.
د حیواني محصولاتو د واردوونکو د ټولنې مشر، فهیم امیري، د چرګانو د هګیو د بیې د لوړوالي لامل، د فارمونو وارداتو سره تړلې بولي. د هغه په وینا؛ اوسنی حالت دا ښایي چې په هیواد کې د چرګانو فارمونه، یوازې د هیوادوالو ۲۰ سلنه اړتیا بشپړولای شي.
خو د کرنې وزارت ویاند، اکبر رستمي وایي چې په بازارونو کې په بسیا کچه د چرګ غوښه او هګۍ شتون لري.
ښاغلی رستمي زیاتوي چې په روانه اوونۍ کې به په کابل کې د چرګانو د هګیو او غوښې په بیه کې، د پام وړ ټیټوالی راشي.
په دې منځ کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونه، د سبزیجاتو او میوو د بیې لوړوالی، له پاکستان څخه د وارداتو محدودیت سره تړلی بولي.
د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی په دې اړه آرزو ته وایي چې د پاکستان له لورې په وارداتو کې محدودیت سره، د سبزیجاتو او میوو بیه لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه: “د کندهار ولایت په ګمرک کې لسګونه موټرونه دریدلي دي او وسایط له یوه ګمرک څخه بل ګمرک ته وړل کیږي. هغه پيسې اخیستل هم پیل شوی، له همدې کبله ده چې د سبزیجاتو بیه لوړه شوې ده.”
خو ښاغلی الکوزی، د خوراکي توکو د بیې د لوړوالي لامل، د پلورونکو له لورې احتکار بولي.
په کابل کې د خوراکي توکو بیه په داسې حال کې لوړه شوه چې مخکې له دې د کابل ښاروالۍ د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ د احتکار له کبله لسګونه هټۍ تړلي او نقدي جریمه کړې دي.