1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرونا ویروس؛ په افغانستان کې د اخته کسانو شمیر ۲۹۱۴۳ ته ورسید

کرونا
22 Jun 2020

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس د ۳۱۰ نویو بيښو د ثبت خبر ورکوي.

 

د دې وزارت د شمیرنو له مخې، نوې پیښې په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوي چې ډير شمیر یې په کابل ولایت کې دي.

د عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي چې په دې موده کې، په کرونا ۱۲ اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۷ تنه نور هم ښه شوي چې له دې سره د مړو ټولیز شمیر ۵۹۸ ته او د روغو شویو کسانو شمیر هم ۸زره او ۴۴۱ ته اوچت شو.