د کرونا ویروس د مثبتو پیښو د شمیرنې ډیریدو سره، ولسي جرګې د حکومتي چارواکو په حضور بیړنۍ ناسته جوړه کړه؛ د کرونا ویروس ۱۶ مثبتې پيښې ثبت شوې.
په کرونا ویروس د اخته شویو د شمیر له ډیریدو او د هیواد بیلابیلو سیمو ته د دې ویروس د خپریدو له کبله د اندیښنو ډیریدو سره، ولسي جرګې نن (یوه نۍ، د کب۲۵/مارچ۱۵)، ځانګړې او بیړنۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې، د عامې روغتیا، کډوالو چارو، بهرنیو چارو، پولو، قومونو او قبایلو، کورنیو چارو، او پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو ګډون درلود.
په دې ناسته کې یو شمیر استازو، د عامې روغتیا وزارت د کرونا د مثبتو پیښو اړوند په دروغ ویلو او پټولو تورن کړ. خو د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل چې دا موضوع له پټولو سره نه هواریږي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د کرونا هره مثبته پيښه چې ثبتیږي، په رسمي توګه به د روغتیا وزارت له لورې اعلان شي؛ له ۳۰۰ شکمنو پيښو تراوسه په هرات، سمنګان، کاپیسا، دایکندي او بلخ ولایتونو کې ۱۶ مثبتې پیښې ثبت شوي.
د روغتیا وزیر د کرونا ویروس د تثبیت د څرنګوالي اړوند وویل: ” مخکې له دې د کرونا ویروس شکمنې نښې د روغتیا وزارت په تشخیصیه مرکز او همداراز د روغتیا نړیوال سازمان مرکز ته استول کیدې؛ خو هغه آزمایښټ چې مونږ وکړ، کره والی یې له ۹۹ سلنې ډیر وو او نور اړتیا نشته چ ېد روغتیا نړیوال مرکز ته یې واستوو.”
د ښاغلي فیروز په وینا، نورو هیوادونو هم خپلې پولې د بهرنیو ښاریانو پر وړاندې تړلي؛ خو که د افغانستان دولت هم داسې ګام اوچت کړي، د دې ترڅنګ چې نشي کولای د هیوادوالو د راتلو مخنیوی وکړي، بلکې کډوال اړ دي چې له څارنې پرته له ناقانونه لارو هیواد ته راشي چې هغه مهال به ستونزې لا ډیرې شي.
هغه ټینګار وکړ چې مالي شونتیاوې د دې ویروس مخه نشي نیولی او د دې ویروس د خپریدو د مخنیوي یواځینۍ لار، د روغتیایي توصیو په پام کې نیول دي.
د عامې روغتیا وزیر همداشان د دې ویروس د لا ډیر خپریدو د مخنیوي لپاره، د ملي شورا د تعطیلۍ غوښتنه وکړه، خو د هغه دا غوښتنه د یو شمیر قانون جوړوونکو له مخالفت سره مخ شوه.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر، سید حسین عالمي بلخي هم وویل چې په ټوله کې هره ورځ له ۱۴ زرو څخه تر ۱۵ زرو کسان د هرات او نیمروز له پولو افغانستان ته راځي.
هغه ټینګار وکړ چې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره باید په پولو کې د روغتیايي ډلو حضور پیاوړی شي.
په دې منځ کې د بهرنیو چارو وزارت هم په هیواد کې د کرونا ویروس د لا خپریدو د مخنیوي لپاره، دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې لغوه کړې دي.