د روغتیا وزارت د نویو شمیرنو پر بنسټ، په هیواد کې په کورنا د اخته کسانو شمیر، د تیرو اوونیو په پرتله درې برابره ډیر شوی او په تیرو څلورویشت ګړیو کې، په کوویډ-۱۹ اوو اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سړوښې موسم رارسیدو سره، په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پيښو د ډیریدو اندیښنې رابرسیره شوې دي.
د روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ د دې ویروس د مثبتو پيښو شمیر د تیرو اونیو په پرتله د لسو څخه تر ۲۹ سلنه ته رسیدلی چې دا له دوه تر دری برابره ډیروالی ښیي.
د عامې روغتیا وزارت واکپال، احمدجواد عثماني په یوې خبري ناسته کې وویل: د هیواد په لابراتوارونو کې آزمیښتونو ته په کتو سره، داسې بریښي چې په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر په ډیریدو دی.
ښاغلي عثماني، په هیواد کې د کرونا ویروس د دویمې څپې د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت د تابیاوو ډاډ ورکړ او ویې ویل: د اړوندو بنسټونو په همکارۍ د کرونا ویروس د دویمې څپې د مخنیوي لپاره کومه برنامه چې جوړه شوې، اوس د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلې کیدو په حال کې ده.
هغه زیاته کړه چې بیړنۍ کمیټې بیا فعالې شوي او حکومت د کرونا ویروس د دویمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره هڅه کوي.
د عامې روغتیا وزارت نوماند همداراز زیاته کړه: د کابین ېد پریکړې پر بنسټ، د کرونا ویورس د دویمې څپې د مخنیوي لپاره، تمه ده چې د ودونو هوټلونه د لیندۍ میاشتې تر پایه وتړل شي.
د عامې روغتیا وزارت واکپال یو ځل بیا د راټولیدنو په مخنیوي او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو ټینګار وکړ او ویې ویل، که څه هم تراوسه د کرونا ویروس دوه ډوله واکسینونه په نړۍ کې بازارونو ته راوتلي، خو دې واکسین ته د افغانستان لاسرسی مهال ته اړتیا لري.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې، په تیرو ۲۴ ګړیو کې په کرونا ویروس اوه اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۴۳ تنه نور هم په دې ویروس اخته شوي دي.
اوس مهال په هیواد کې د کرونا ویروس ټولیز شمیر ۴۳ زره او ۹۲۴ تنو ته رسیږي چې له دې منځه ۱۶۴۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه د پاسه ۳۵ زره تنه نور هم بیا روغ شوي دي.