1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرونا ویروس سره مبارزې لپاره ترسره شویو مرستو له حیف او میل کیدو نیوکې

مجلس
08 Apr 2020

د ولسي جرګې یوشمیر استازي هغه څه چې د ګرځبندیز په شرایطو کې بی وزله کسانو ته د مرستو ویش لپاره د حکومت له لوري دیوه روڼ بهیر نشتون بولي سخته نیوکه کوي.

د ګرځبندیز په شرایطو کې بی وزله کورنیو ته نه رسیدنه او په مرستو کې لاس وهنو ادعاوې د ولسي جرګې په نننۍ(څلورنۍ وري ۲۰/اپریل ۸)  ناسته کې د یو شمیر استازو له نیوکو سره مخ شوې.

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري په دې ناسته کې د کرونا ویروس سره مبارزې په برخه کې د میلیونونو ډالرو نړیوالو مرستو له حیف او میل کیدو نیوکه وکړه او ویې ویل چې حکومت د بیړني کمېټې په پلمه دا مرستې غلا کړې دي.

هغه زیاته ده چې د دې مرستو په لړ کې،حکومت له سیلو څخه څو کلن زیرمه شوي خوسا غنم بهر کړي او د کابل په لویدیځ کې هرې کورنۍ ته پنځه پنځه کیلو ویشلي دي.

هغه له ولسي جرګې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو ۱۰۴ میلیون ډالري مرستو لګښت څرنګوالي لپاره یو پلاوی وټاکي.

په دې ناسته کې استازو همدا شان ولایتونو ته د روغتیایي تجهیزاتو له نه استولو نیوکه وکړه.

د ولسي جرګې یوه بل غړي محمدنسیم مدبر هم وویل چې تر اوسه بغلان ته آن لومړني روغتیایي توکي نه دي استول شوي او په دې ولایت کې کووید ۱۹ په خپریدو سره به په دې ولایت کې انساني ناوړین رامنځته شي.

هغه همدا شان د کرونا ویروس سره مبارزې په برخه کې د مرستو په نا عادلانه ویش نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ډيری دا مرستې حیف او میل شوې دي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازې فریده نیکزاد هم وویل چې بادغیس روغتیایي کارکونکو او تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دی او تر اوسه دې ولایت ته روغتیایې شونتیاوې نه دي استول شوي.

میرمن نیکزاد هم هیښتیا ورکړه چې که چیرې پر وخت روغتیایي تجهیزات د بادغیس سیمه ییزې ادارې په واک کې ور نه کړل شي،په دې ولایت کې د انساني ناوړین رامنځته کیدو اټکل شتون لري.

د جرګې په نننۍ ناسته کې ډیری استازي د کرونا لپاره ځانګړې شویو پیسو لګیدو څرنګوالي څیړلو لپاره د یوه پلاوي د جوړيدو غوښتونکي شول.

له دې سره، ولسي جرګې د کرونا ویروس خپریدو اړوند اندیښنو او بی وزلو کسانو ته د مرستو څرنګوالي په اړه ځواب وینې لپاره راتلونکې څلورنۍ د عامې روغتیا وزیر او د ولسمشر سلاکار دې جرګې ته  ور بللي دي.

تر دمګړۍ د کرونا ویروس خپریدو مخنیوي او د دې وژونکې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوۍ په برخه کې د دولتي عامه اړیکو کمېټې له لوري ۲۷ میلیونه افغانۍ لګیدلې دي هغه څه چې په دې برخه کې د یوه روڼ بهیر نشتون له کبله د هیواد والو له تندو نیوکو سره مخ شوي دي.