په داسې حال کې چې یو شمیر قانون جوړوونکي د جرګې له رخصتۍ سره مخالفه وو، خو د رایو پر بنسټ پریکړه وشوه چې به کابل کې د عمومي رخصتۍ ترپایه، ملي شورا هم تعطیله شي.
په هیواد کې د کرونا ویروس د اخته کسانو د شمیر ډیریدو سره سم، ولسي جرګې هم په کابل کې د بنسټونو د رخصتۍ ترپایه، د رخصتۍ پریکړه وکړه.
د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني، نن (څلورنۍ،غوايي۱۰/اپریل۲۹)، د جرګې په ټولیزه ناسته کې وویل چې ولسي جرګې ته د روغتیا وزارت له لورې د دې جرګې د قرنطین کیدو وړاندیز شوی.
ښاغلي رحماني زیاته کړه، دا چې مشرانو جرګه هم قرنطین کې ده او د ولسي جرګې کار هم د مشرانو جرګې پرته ګټه نلري او همداراز په کابل کې عمومي رخصتۍ ته په کتو سره یې دا وړاندیز کړی دی.
خو دې وړاندیز په جرګه کې دننه مخالفین او موافقین درلودل.
د ولسي جرګې یو شمیر غړيو په هیواد کې د کوویډ-۱۹ د خپریدو له کبله د دې پریکړې هرکلی وکړ. خو مخالف استازي په دې باور دي چې شته وو سیاسي ناندرو او د سولې خبرو ته په کتو سره، جرګه باید خپل کار ته دوام ورکړي.
یو استازي، خالد اسد وویل چې حکومت د ولسي جرګې له رخصتولو سره غواړي چې د کرونا ویروس د مدیریت د څرنګوالي او د خلکو د ستونزو اړوند زمونږ غږ ټپ کړي. هغه له نورو استازو وغوښتل چې د قانون جوړونکي ځواک رخصتي ونه مني.
په جرګه کې د دوو لیدلوریو وړاندې کیدو وروسته، د دې وړاندیز اړوند د پریکړې کولو لپاره د رایې ورکولو پریکړه وشوه چې د لسو سرو کارتونو پرته، د ولسي جرګې ډیریو غړو رخصتي تایید کړه.
د جرګې مشر استازو ته په خطاب کې وویل: “سر له سبا (پنځنۍ) د رامنځته شوي حالت ترپایه بشپړ قرنطین په لور ځوو؛ نو عمومي او د کمیسیونونو ناستې نه ترسره کیږي. “
د یادونې ده چې په کابل کې د کرونا ویروس خپریدو او د ګرځبندیز اعلانیدو سره سم، ولسي جرګې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له کبله، په اوونۍ کې یوازې د څلورنۍ په ورځ عمومي ناستې ترسره کولې.