1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرونا ویروس له دویمې څپې د روغتیا وزارت هیښتیا

کرونا-در-افغانستان-1
18 Jul 2020

د عامې روغتیا وزارت واکپال، احمدجواد عثماني نن (پیلنۍ، چنګاښ۲۸)، په هیواد د ودونو د تالارونو او لامبو د حوضونو له پرانیستل کیدو اندیښنه وښوده.

 

ښاغلي عثماني هیښتیا ورکړه، که هیوادوال روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه ونکړي؛ افغانستان به د کرونا ویروس د دویمې څپې شاهد وي.

هغه وویل چې په ښارونو کې د کرونا ویروس پيښې په لږیدو خو په یو شمیر ولسوالیو کې په ډیریدو دي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت نن د هیواد ۳۴ ولایتونو ته د حکومت له لورې د سا اخیستلو د ۵۰۰ مصنوعي پيرل شویو دستګاه وو د ویش بهیر پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت واکپال وویل چې نوې دستګاوې د حکومت له لورې پلورل شوي او ډیر به ټولو ولایتونو ته واستول شي.

دې وزارت همداراز په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د نویو اخته کسانو شمیرنه اعلان کړه.

د دې وزارت د شمیرنو له مخې، په تیرو ۲۴ګړیو کې، په کابل کې په کرونا ۱۷ اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۰ تنه نور هم په دې ویروس اخته شوي چې له دې سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر ۳۵زره او ۲۸۹ تنو ته رسیږي چې له دې منځه ۱۱۶۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳زره او ۲۸۰ ته هم روغ شوي.