هیوادوال وایي چې د کوویډ ۱۹ د چټک خپراوي سره سره، حکومت له دې ویروس سره د مبارزې لپاره هیڅ عملي ګام ندی اوچت کړی.
په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پیښه، نږدې درې اوونۍ وړاندې د عامې روغتیا وزارت له لورې تایید شوه.
دا ناروغي چې لومړی په افغانستان کې له هرات ولایت څخه پیل شوه؛ اوس له ۱۶ مثبتو پیښو ثتبیدو سره، پنځو ولایتونو ته غځیدلې. چې له دې ډلې لس مثبتې پيښې په هرات، درې مثبتې پيښې په سمنګان، او یوه یوه مثبته پيښه هم په بلخ، کاپیسا او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې ده.
له دې سره د هرات یو شمیر اوسیدونکي په هیواد کې د کوویډ ۱۹ د چټک خپراوي د مخنیوي په برخه کې د حکومت د نه پاملرنې په اعتراض کې، د حکومت د بیړنیو هڅو غوښتنه لري.
د هرات یو اوسیدونکي غلام حیدر آرزو ټلویزیون ته ویلي چې د دې ویروس د چټک خپراوي سره سره، د حکومت مشران لا هم د واک په سوچ دي.
په هرات کې مدني فعال، اشرف سادات، په دې اړه وویل چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د حکومت هڅې تراوسه “ننداریزې” دي او د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د مرکزی حکومت له لورې، په ځانګړې توګه د هیواد له لویدیځ سره هیڅ راز مرسته نده شوې.
د کرونا ویروس چټک خپراوي، د هیوادوالو ترمنځ ویره رامنځته کړې او دوی د تری په پرتله ډیر لږ له خپلو کورونو بهر راځي.
د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ولسي هڅې
د بلخ ولایت په مرکز کې د شمال سوداګریز بازار چې هره ورځ د زرګونو تنو د ګڼې ګوڼې شاهد دی؛ نن (یوه نۍ، د کب ۲۵)، د دې سوداګریز مارکیټ ټولې برخې د ویروس د لمنځه وړلو په موخه، ضد عفوني کړې.
د دې سوداګریز بازار د مسوول په وینا، نور سوداګریز پلورنځي هم باید ورته کار ترسره کړي.
له بلې خوا؛ د ننګرهار والي، شاه محمود میاخیل هم سپارښتنه کړې چې د ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو پر وړاندې باید د لاس مینځلو ځایونه جوړ شي. د ننګرهار د والي ویاند، عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، چې دا پریکړه هم د لاس مینځلو د دود د رواجیدو او د کوویډ ۱۹ پر وړاندې د مبارزې په موخه شوې ده.
هغه ټینګار وکړ چې تراوسه په دې ولایت کې د کرونا ویروس هیڅ مثبته پیښه نده ثبت شوې.
تبه، وچ ټوخی، سردردي، د عضلو ډیر درد، ساه لنډي او د ډیرې ستړیا احساس، په بدن کې د کرونا ویروس نښې دي او روغتیاپالان وایي چې د کوویډ ۱۹ پر وړاندې د مبارزې تر ټولو غوره لار، له ناروغو کسانو سره د اړیکې نیولو مخنیوی، سترګو، خولې او پوځې ته د لاس ور وړلو د عادت لمنځه وړل، څو ځلي د لاسونه پرې مینځل، راټولیدنو ته له تلو ډډه او له کوره بهر د تلو پرمهال د ماسک کارول دي.