د نړۍ د هیوادونو مشران د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره د نړیوال اتحاد په لټه دي.
د راپورونو له مخې،د اردن پادشاه عبدالله دوم،د آلمان ولسمشر فرانک والتر اشتاینمایر،د سنګاپور ولسمشرې حلیمه یعقوب،د اتوپیا ولسمشر سهلی ورق زودي او د اکوادور ولسمشر لنین مورنو په هغې ګډه لیکنه کې چې فایننشال تایمز ورځپاڼې خپره کړې د کرونا پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.
په دې لیکنه کې راغلي دي چې د دې هیوادونو مشرانو د دې ترڅنګ چې کرونا یې ګډ دښمن بللی ټينګار یې کړی دی چې د اطلاعاتو په تبادلې او نږدې همکاریو سره کولای شي دا ویروس د نړۍ په بیلابیلو برخو کې شنډ کړي.
دې مشرانو همدا شان د یوه داسي نړیوال ایتلاف جوړښت اړین وباله چې وکولای شي د دې ویروس واکسین موندلو او روغتیایي شونتیاو د تولید ډيرښت لپاره مالي ملاتړ او چټکې عملي څیړنې ترسره کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ،د کرونا ویروس د نړۍ په ۲۰۳ هیوادونو کې خپور شوی او لاهم دوام لري چې تر دمګړۍ پرې ۸۷۲۶۹۶ کسان اخته شوي او څه باندې ۴۳ زره نورو کسانو له همدې کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.