1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره هرات ته د حکومت له نه پاملرنې نیوکه

ولایت هرات کرونا
30 Mar 2020

د هرات د عامې روغتیا ریاست پازوال وایي، چې په دې ولایت کې د کرونا ویروس چټک خپریدو سره، په دې برخه کې د متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخامخ دي.

 

دې ورځو کې چې هرات د بل هر ولایت په پرتله، د خلکو ترمنځ د کرونا ویروس د چټک خپریدو شاهد دی، دې ولایت ته د حکومت د نه پاملرنې له کبله نیوکې ډیرې شوې دي.

د هرات د عامې روغتیا مشر، عبدالحکیم تمنا، د روغتیايي امکاناتو او د متخصصو ډاکټرانو کمښت ته د حکومت نه پاملرنه هغه څه بولي چې په دې ولایت کې یې په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو د شمیر د ډیریدو اندیښنې ډیرې کړې دي.

له بلې خوا، په ولسي جرګه کې د لویدیځ ولایتونو د خلکو استازو، نن (دوه نۍ، وري ۱۱/مارچ۳۰)، په یوې ناسته کې دې ولایتونو ته د حکومت په نه پاملرنې نیوکه وکړه.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی، غلام فاروق مجروح وایي، چې لا هم په دې ولایت کې د کرونا ویروس د تشخیص د بستو له کمښت سره مخامخ دي. هغه زیاته کړه چې د هرات ولایت د ناروغانو لپاره د مصنوعي ساه اخیستلو د دستګاوو له کمښت سره هم مخ دی.

په همدې حال کې د هرات والي، عبدالقیوم رحیمي، دې ولایت ته د لا ډیرو شونتیاوو د ترلاسه کولو لپاره د هڅو خبر ورکوي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي: ډیر ژر به د مرکز له لورې هرات ولایت ته ډیرۍ تجهیزات او شونتیاوې راورسیږي، خو خلک بای دد دې ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره په کور کې پاتې شي.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ، تراوسه په هرات کې د کرونا ویروس ۱۰۶ مثبتې پيښې ثبت شوي او په دې ولایت کې ګرځبندیز هم لګیدلی دی. خو د دې حالت دوام، نیوکې له ځانه سره لرلي او د هرات یو شمیر اوسیدونکي د بد اقتصادي حالت له کبله شکایت لري.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک