1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرکټ بورد د نویو غړو غوراوی له نیوکو سره مخ شو

117766574_2735557393365508_3504048423297634669_o-1-1536x1503
22 Aug 2020

د ښځو چارو وزارت نوماند وزیره حسینا صافۍ، د ولسي جرګې غړی روح الله خانزاده، د ولسمشر د لومړي مرستیال ستر سلاکار هارون میر او  د ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي عیسی خیل د افغانستان د کرکټ بوړد نوي غړي دي.

د کرکټ بوړد د اعلانپاڼې پر بنسټ، نوي غړي د کرکټ بوړد د مشر فرهان یوسفزي له لوري وړاندیز شوي او ولسمشر هم منظور کړي دي.

په خواله رسنیو کې یو شمیر کسانو د بوړد د نیو غړو له ګمارنې په نیوکې سره ویلي دي چې د دې بوړد غړي باید داسې کسان وي چې د کرکټ په اړه مالومات ولري.

یو شمیر نیوکه کوونکي ټينګار لري، د محمد نبي ټاکنه چې په ورته وخت کې د ملي لوبډلې لوبغاړی دی او د بوړد مشر چې په ورته مهال کې د دې بوړد غړیتوب هم لري له ګټو سره په ټکر او د قانون له مخې لویه تیروتنه ده.

د بوړد غړي د څیړنې ترڅنګ ، د قوانینو او د بوړد کړنچلارې د چمتو کولو او منظورۍ پازه پر غاړه لري.

د هیواد کرکټ بوړد د مشر په ګډون ۹ غړي لري چې په مستقیمه توګه ولسمشر ته راپور ورکوي او د ګمارنو او تړونونو په اړه پریکړه کوي.