1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرکټ د غوره لوبغاړو په نوملړ کې درې افغان کرکټران د نړۍ په کچه مخکښ اعلان شول

3BD116B3-9039-4847-A24E-412A7F61C08A_cx0_cy5_cw0_w1597_n_r1_st
14 Jan 2020

د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې درې افغان لوبغاړي د نړۍ په کچه مخکښ راغلي دي.

د یادې شورا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي عیسی خیل د نړۍ په کچه غوره لوبغاړي اعلان شوي دي.

ګوګلي ماسټر راشدخان د شل اوریزو لوبو په غوره توپ اچوونکو کې لومړی مقام ترلاسه کړی او مجیب الرحمن بیا دویم مقام خپل کړی دی.

درې افغان لوبغاړي راشد خان، مجیب الرحمن، او محمد نبي عیسی خیل د افغانستان تکړه ورو توپ اچوونکي دي.

دا لوبغاړي د هند په ای پې ایل، د اسټرالیا په بګ باش ، د بنګله دیش په بې پي ایل او د نورو هېوادونو په سوداګریزو لیګونو کې لوبې ترسره کوي.

په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد خان ۷۴۹ او مجیب الرحمن ۷۴۲ نمبرې ګټلي او په ترتیب سره د توپ اچوونکو په  لېست کې په لومړي او دویم مقام کې راغلي دي.

بل افغان  ورو توپ اچوونکی محمدنبي عیسی خیل د غوره الروانډرانو په لېست کې لومړی مقام خپل کړی دی.

دغه راز د یو ورځینو لوبو په غوره الراونډرانو په نوملړ کې محمد نبي دویم او راشد خان بیا پنځم ځای لري.

د یو ورځنیو لوبو الرونډرانو کې لومړی مقام بیا انګریز لوبغاړي بېن سټوک په ۳۱۹ نمبرو ترلاسه کړی.

د دې شورا د ټیسټ لوبو د توپ وهنې په درجه بندۍ کې لومړی مقام هندي لوبغاړي ویرات کولي په ۹۲۸ نمرو ګټلی.

د توپ اچونې په برخه کې لومړی مقام استرالیايي پاټ کمېنس او د الرونډرانو په کتار کې بیا د ویسټ انډیز لوبغاړي جېسن هولډر تر ټولو مخکښ دی.