ولسمشرغني د کرکټ مشورتي بورډ ته دستور ورکړی دی چې ددې لوبډلې په جوړښت کې رامنځته شوي کړکیچونه دي تر پیژندنې وروسته ډیر ژر حل کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي چې ولسمشر همداشان په شل اوریزو سیالیو کې د بریا تر لاسه کولو لپاره د پوره چمتو والی د تر لاس لاندی نیولو غوښتونکی شوی دی.
ښاغلي غني کرکټ ملي شتمنۍ بللې او په دې برخه کې پر ډيری پانګه اچونې ټینګار کړی دی.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په سږکال پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو کې ښه لوبه ونه کړه او د نهو (۹) پر لپسی ماتو به خوړلو سره په خالي لاس هیواد ته راستون شو.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي