1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کلیو د پراختیا وزارت: د ۸۷۶۱ پروژو چارې د اجرا په حال کې دي

کریمی
24 Feb 2020

د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزیر وایي، اوس مهال پر ۸۷۶۱ پروژو کار روان دی چې ۱۵ میلیونو تنو ته د ورځیني کار زمینه برابروي.

د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزیر، مجیب رحمان رحیمي، نن (دوه نۍ، د کب پنځمه)، ولس ته د دولت د ځواب ورکولو په برنامه کې د دې وزارت د کړنو اړوند معلومات ورکړل.

ښاغلي کریمي زیاته کړه، د کلیو د پراختیا وزارت په ۱۳۹۸ کال کې د ۹۶ سلنه عادي بودیجې او ۹۳.۰۲ سلنه پرمختیایي بودیجې لګولو سره، د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې ۵۲۷۹ پروژې بشپړې کړې دی.

د هغه په وینا، دا پروژې د انرژۍ، اوبو لګولو، اوبو رسولو، ټرانسپورټ، پوهنې او د کلیو د اقتصادي ودې په برخه کې پلي شوي چې له ۱۱ میلیونو ډیرو کلیوالو ته یې ګټه رسیدلې ده.

د کلیو د پراختیا وزیر زیاته کړه: اوس مهال د ۸۷۶۱ پروژو کار چې ۱۵ میلیونو تنو ته د ورځیني کار زمینه برابروي، په هیواد کې روانې دي.

د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا د وزیر په وینا، د کنړ د سیند لپاره د ۵۰ کیلومتره استنادي دیوال جوړیدو چارې هم پرمخ روانې دي او د نږدې ۱۵ کیلومتره سروې یې هم بشپړه شوې ده.

د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزیر همداشان وویل چې تمه ده دا وزارت د ارغنداب د ګډې پروژې پر بنسټ، په ارغنداب، ژیړۍ، دامان، ډنډ، پنجوایي او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې د اوبو لګولو د ۱۲۹ شبکو د جوړیدو د برنامې خبر ورکړ.

کریمي همداشان وویل چې د کلیوالي اقتصادې د پرمختیا برنامه چې د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې ۹۵۰ کلي پکې شامل دي، د پور او سپما ۹۸۱۰ ټولنې پکې جوړې شوي او تراوسه ۳۲ میلیونه افغانۍ په دې ټولنو کې راټولې شوې دي.

د یادونې ده چې د کلیو د پراختیا وزارت د ۱۳۹۹ لمریز کال لپاره، ۶ زره پراختیايي پروژې او د ۴۰۰ کیلومټره کلیوالي واټونو، ۹۰۰ متره پل او د ۱۰۰۰ کیلومتره واټ د ساتنې برنامه په پام کې لري.

ژباړه: شمس الرحمن خپلواک