د کندز چهاردره اولسوالۍ او شیرخان بندر د طالبانو تر ولکې لاندي راغلي دي.
د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي آرزو ټلویزیون ته واويي چې نن سهار د چهادرې ولسوالۍ او شیرخان بندر له کومې جګړې پرته د طالبانو لاسته لویدلي دي.
امنیتي پازوال تر اوسه د طالبانو لاسته د دې دوو برخو لاسته لویدو په اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د جوزجان د ولایتي شورا غړی نجیب الله جلیلي وايي چې د آقچې ولسوالۍ هم تیره ورځ د طالبانو په لاس سقوط شوې او دوه سوه امنیتي ځواکونه هم چې طالبانو ته تسلیم شوي وو، دې ډلې د دهغو د تجهیراتو تر لاسه کولو ورسته خوشې کړي دي.