| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د کندز او سرپل په مرکزونو کې د نښتو زور
08 Aug 2021
طالبانو له خپلو یرغلیز بریدونو سره د سرپل او کندز ولایتونو مرکز ډیری برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
د کندز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي آرزو ټلویزیون ته ویلي طالب جنګیالیو له څو خواوو څخه د کندز پر ښار خپل بریدونه ډیر کړي او وتوانیدل چې ځان د ښار مرکز ته ورسوي.
د ښاغلي ولي په وینا د کندز د پولیسو قومندانې او د ملي امنیت ریاست د طالبانو تر ولکې لاندې ده او یو شمیر کورنۍ هم د نښتو ډیریدو له کبله تښتیدلي دي.
په سرپل کې سرچینې د طالبانو په لاس د دې ولایت مرکز یو شمیر برخې له سقوط څخه خبر ورکوي او وایي دمګړۍ نښتې په شدت سره دوام لري.
د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې هم له نښتو درې ورځې تیریږي او په تازه ګې سره د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې ولایت کې د طالبانو د یوه پټن ځای د له منځه وړلو خبر ورکوي.
د ښاغلي امان په وینا د امریکا د B_52 بم اچوونکې تیره ورځ په شبرغان ښار کې د طالبانو یو پټن ځای په نښه کړ. او په دې برید کې د طالبانو ډلې ته درنده مرګ ژوبله اوړل شوې ده. خو طالبانو بیا تراسه په دې اړه څه ندي ویلي.

د نښتو ډيریدو په ځانګړي توګه په شمال کې تیره ورځ مارشال عبدالرشید دوستم له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د امنیتي حالت په اړه خبرې اترې وکړې.

د څو ولایتونو په مرکز کې په څو ورستیو ورځو کې نښتې ډیری عام وګړو ته تاوان رسولی او د ډیر شمیر کورنیو د بیځایه کیدو لامل شوی دی.

