د کندز سیمه ییز پازوال د طالبانو لاسته د دشت ارچي ولسوالۍ له لویدو خبر ورکوي.
د کندز ولایتي شورا وایي چې وسله والو مخالفینو تیره شپه پر دې ولسوالۍ یرغلیز بریدونه پیل کړل چې په پایله کې یې نن سهار دا ولسوالۍ د دې ډلې لاسته ولویده.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین بیا وایي چې دا ولسوالۍ لاهم د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته دوام لري.
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي هم واي چې په دې نښته کې تر دمګړۍ اته وسله وال طالبان وژل شوي او درییو امنیتي ځواکونو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او همدا راز ۱۳ وسله وال طالبان ټپيان دي.