1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کندز د سپین زر فابریکه بیا فعاله کیږي

سپین زر کندز
25 Apr 2020

د کندز سیمه ییز پازوال وایي چې د دې شرکت د بیارغاونې طرحه، له حکومت او مالي ملاتړ کوونکو سره شریکه شوې ده. یو مهال، نږدې ۴۵۰۰ کاریګرو، د کندز د سپین زر کارخونې د فعالیت څرخ څرخاوه؛ دا کارخونه له ډیر مهال راپدیخوا فعالیت نلري.

د کندز د سپین زر تصدۍ مشر، ذبیح الله زاهد آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا کارخونه د جګړو له کبله د درییو لسیزو راپدیخوا فعاله نده.

هغه زیاته کړه چې د دې شرکت د بیارغاونې طرحه یې له مرکزي حکومت او دونرانو سره شریکه کړې او هیله من دی چې مرکزي حکومت د دې شرکت بیا فعالیدو ته پاملرنه وکړي.

خدای رحیم، د کندز د سپين زر تصدۍ فني مسوول دی او له څلویښتو کلونو راپدیخوا، په دې کارخونه کې په دندې بوخت دی.

دی هغه ورځې په یاد لري چې د سپین زر کارخونې له تولیداتو، د هیواد د پوځيانو د اړتیا وړ غوړي چمتو کیدل او هیوادوالو هم د دې تصدۍ له تولیداتو ګټنه کوله.

د دې تصدۍ یو شمیر کاریګر وایي چې په تیرو کې، د کندز د سپین زر تولیدات حتې اروپایي هیوادونو ته استول کیدل.

دوی همداراز هیله مندي ښيي چې د دې کارخونې بیا فعالیدو سره، ډیرې کاري زمینې هم برابرې شي.

د کندز د سپین زر فابریکه په ۱۳۱۴ کال کې د شمالي شرکت په نوم جوړه شوه او وروسته بیا په ۱۳۳۹ کال کې په سپین زر ونومول شوه. خو د کورنیو جګړو له کبله، ټولې برخې یې نافعاله او کارکوونکي یې هم اوزګاره شول.