1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کندز د سپین زر کارخونې چارې بیا پیل شوې

سپین-زر-کندز-1-1536x881
12 Dec 2020

د کندز سیمه ییز پازوال وایي چې له اوزبیکستان څخه پيرل شوي ماشینونه، اوس مهال کندز ته رسیدلي او د نویو وسایلو نښلیدو سره، دا کارخونه به په ورځ کې د لس ټنو غوړیدو د تولید وړتیا ولری.

 

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ، د کندز د سپین زر کارخونې د فعالیت د بیا پیلیدو په موخه، پنځه نوي ماشینونه دې ولایت ته لیږدول شوي دی.

د کندز د سپین زر تصدۍ مشر، ذبیح الله زاهد وویل چې دا ماشینونه په ۲۴ ګړیو کې به ۱۰ ټنه غوړي تولید کړي.

هغه زیاته کړه، د ۍبین زر تصدۍ په تیرو دوو لسیزو کې فعالیت نه درلود.

د کندز د والي مرستیال، رحمت الله رحیمي غرض بیګي وویل چې د نویو ماشینونونو نښلیدو سره، دا کارخونه به بیا خپلې چارې پیل کړي.

هغه زیاته کړه چې د دې تصدۍ د فعالیت د بیا پیلیدو لپاره مرکزي حکومت له هر اړخیز ملاتړ سره، د خلکو هیله مندي هم ډ‌یره شوې ده.

د دې ماشینونو ارزښت، ۱۲۰زره امریکايي ډالرو ته رسیږي.

آندونه دا دي چې د دې کارخونې فعالیت بیا پیلیدو سره به، ورته وارداتي توکو ته د خلکو اړتیا کچه راټیټه شي.

د کندز د سپین زر کارخونې پخوا د غوړیدو او صابون تولیدات کیدل، خو د کورنیو جګړو په پایله کې ویجاړه شوې وه.