د کندز ولایتي شورا وایي چې د پوځ ځواکونه د طالبانو له لوري د لسو روځو کلابندۍ او د حکومت له لوري د مرستو نه رسیدو له کبله،اړ شول ترڅو پر دې لار خپلې پوستې پریږدي او د دې ولایت خان آباد ولسوالۍ ته وتښتي.
د سولې خبرو اترو پیل ته د نږدې کیدو په درشل کې،د هیواد په بیلابیلو برخو کې جګړې د تودیدو په حال کې دي.
د شمال ختیځ په مرکز کندزکې، نن سهار د کندز ــ تخار پر لویې لار د ملرغي، دکان آدم خان،خواجه پسته او چهار سري ښوونځي پوستې د طالبانو تر لاس لاندې راغلې دي.
د کندز د ولایتي شورا یوشمیر غړي وایي،په تیرو لسو ورځو کې دا لار د طالبانو تر کلا بندۍ لاندې وه او دې پوستو کې امنیتي ځواکونو ته د مرستو نه رسیدو له کبله ، امنیتي سرتیري اړ شوي ترڅو خپلې پوستې پریږدي او خان آباد ولسوالۍ ته وتښتي.
د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي آرزو ټلویزیون ته وویل چې څو څو ځله یې د دې ولایت امنیتي ستونزه له سیمه ییزې ادارې سره شریکه کړې، خو حکومت تر اوسه هیڅ راز پاملرنه ده کړې.
هغه وویل چې د دولت وسله وال مخالفینو د دې لویو لارو ترڅنګ، نن سهار د کندز ــ شیرخان بندر لویه لار هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني هم حکومت ته په خطاب کې اعلان وکړ چې د دې ولایت حالت د اندیښنې وړ دی او د حکومت بې غورۍ په صورت کې به کندز د درییم ځل لپاره سقوط وکړي.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو په دې اړه ځواب وینې ته حاضر نشو.
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي آرزو ټلویزیون ته وویل چې امنیتي ځواکونو ولسي کسانو ته د مرګ ژوبلې نه رسیدو له کبله تخنیکي شاتګ کړی دی.
له بلې خوا،د کندز په سل هاو اوسیدونکو نن سهار د د لوړو امنیتي ګواښونو په تړاو “ د بدلون لپاره د ښاریانو غورځنګ” تر نامه لاندې اعتراض وکړ.
اعتراض کوونکي وایي چې طالبان د ښار ورونو ته رسیدلي، خو سیمه ییز حکومت د دې ولایت امنیت ته هیڅ راز پاملرنه نه لري او په ننداریزو برنامو بوخت دی.
د کندز تر څنګ تخار هم په دې ورځو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې شاهد دی.
په دې ولایت کې سیمه ییزو ځواکونو قوماندان ملک تاتار آرزو ټلویزیون ته وویل چې په تیرو ۴۸ ګړیو کې څه باندې ۲۰ ولسي پاڅون کوونکي ځواکونه د تخار په بهاءالدین ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
هغه هیښتیا ورکړه، که چیرې مرکزي حکومت د تخار امنیت ته پاملرنه ونه کړي، د دې ولایت حالت به لا نور هم خراب شي.
د هیواد په بیلابیلو برخو کې جګړه په داسې حال کې ډيریږي چې په دې وروستیو کې حکومت څه باندې ۵۰۰۰ طالب بندیان له دې ډلې سره د مخامخ خبرو پیل په موخه له بنده خوشې کړل، خو آندونه دادي چې تر اوسه د تاوتریخوالو کچه لا نه ده کمه شوې،بلکې په هیواد کې د جګړو ډګر لا تود شوی دی.
آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي