د کندز یوشمیر مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي وایي چې جګړه د ښار تر ورونو رسیدلې او حکومت د دې ولایت امنیت کې بې غوره دی.
له کندز څخه یوشمیر سرچینې وایي چې له پرون ماښام څخه (پیلنۍ/ شنبه وږې/ سنبلې لومړۍ) تر نن سهاره د کندز ښار ته نږدې کلیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې دوام درلود.
د کندز یوشمیر مدني فعالان او ولایتي شورا غړي هیښتیا ورکوي چې که چیرې له مرکز څخه مرسته کوونکي ځواکونه وانستول شي، کندز کې به بیا د سقوط درییم ناورین تکرار شي.
مدني فعال فیصل نوري وایي په تیرو ۲۴ ګړیو کې د ښار ورونو ته نږدې جګړې د خلکو له سترو خوب وړی دی.
هغه زیاته کړه،سیمه ییزه اداره نباید د خلکو پر سترګو خاورې وشیندي،بلکې باید په کندز کې شته ګواښونو لیري کیدو لپاره له مرکزي حکومت څخه بیړنۍ مرسته وغواړي.
د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني هم مني چې تیره شپه د کندز ښار ته نږدې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې دوام درلود چې دواړو لوریو ته درنده مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
په همدې حال کې د کندز والي چې تیره شپه یې د ښار له ورونو او امنیتي ځواکونو له پوستو لیدنه کړې آرزو ټلویزیون ته وایي چې امنیتي ځواکونه ځانګړې تابیاوې لري او طالب جنګیالیو ته به د پرمختګ اجازه ور نه کړي.
عبدالستار میرزکوال خلکو ته ډاډ ورکړ چې کندز به یو ځل بیا د طالبانو لاسته ونه لویږي بلکې د پرمختګ شاهد به وي.
خو یو شمیر مدني فعالان بیا د کندز له امنیتي پوستو د والي لیدنه ننداریزه ګڼي او وايي چې سیمه ییز پازوال یوازې په دننه ښار کې له پوځي پوستو لیدنه کړې ده.
د کندز والي په داسې حال کې د دې ولایت اوسیدونکو ته د امنیتي تابیاو له تر لاس لاندې نیولو ډاډ ورکوي چې تیره ورځ یوشمیر سرچینو د کندزــ خان آباد پر لویه لار د طالبانو لاسته د پوځ څلورو پوستو له سقوطه خبر ورکړی دی.