1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې شپږ امنیتي ځواکونو ژوند بایللی

087a4a3bb4134cc29f5b08d8664f045a-544x390-1
13 Mar 2021

د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې، شپږو امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي چې د دې ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې شپږو امنیتي سرتیرو خپل ژوند بایللی،دوه ټپیان شوي او پنځه تنه یې هم طالبانو سره ځانه سره بیولي دي.

ښاغلی ولي زیاتوي چې په دې برید کې د امنیتي ځواکونو تجهیزات او هاموي ټانکونه هم ویجاړ شوي دي.

امنیتي پازوال تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.