1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کندز ښار په څنډو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

کندز
31 Aug 2019

د کندز ښار په څنډو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته د تیرې شپې را په دې خوا دوام لري.

امنیتي پازوال وایې وسله والو طالبانو تیره شپه یوه بجه د کندز ښار په څو کلیدي سیمو د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی دی چې اوس هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته دوام لري.

د راپورونو پر بنسټ د طالب جګړه مارو د په شا تمبولو په موخه کندز ته تازه دمي سرتیري استول شوي دي.

دکندز سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د نښتو په ترڅ کې څو توغندي هم د کندز په حوزوي روغتون هم لګیدلي دي.

په همدې حال کې د کندز د پولیس مشرۍ ویاند د کندز اوسیدوونکو ته ډاډ ورکړی دی چې امنیتي ځواکونه د ترهګرو د بریدونو شنډیدو لپاره چمتو والی لري.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي