یوه امنیتي سرچینه وایي چې د ارغستان ولسوالۍ د امنیت امر رحمت الله اچکزي موتر تیره ورځ ناوخته (درې نۍ،وږي۱۱) د ځای پر ځای شوي ماین سره مخ شو چې په پایله کې ښاغلي اچګزي له خپل ساتونکي سره خپل ژوند له لاسه ورکړ.
له بلې خوا د دفاع وزارت په دې ولایت کې د ۱۳ وسله والو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکوي.
د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ یو شمیر طالب جنګیالیو په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر سر د برید هوډ درلود چې په دې نښته کې د دې ډلې ۱۳ تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
دا وزارت همداشان په دې لار کې ۳۳ کړۍ ماینونو له شڼدیدو هم خبر ورکوي.
په کندهار کې په څوو وروستیو میاشتو کې واټ تر غاړې ماین چاودنې له کبله مرګ ژوبله ډیره شوې ده.