1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کندهار د خاکریز ولسوالۍ ټول قربانیان ولسي کسان وول

Kandahar-a
17 Jul 2019

په کندهار کې د پرونۍ (دوه نۍ/دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۴مه) چاودنې د قربانیانو کورنۍ وایې د واټ تر غاړې وسله والو مخالفینو له لوري ځای پرځای شوی ماین چاودنه کې ولسي کسان مړه او ټپیان شوي دي او دا ډله باید د خپلو پوځي موخو لپاره نباید داسي لار غوره کړي.

د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په تیرې ورځې چاودنه کې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۳ نور ټپیان شول.

د کندهار د میرویس روغتون مشر ډاکټر نعمت الله وویل ډیری پروني قربانیان ښځې او ماشومان دي،هغه زیاته کړه چې د ټپیانو د حالت ښه والي لپاره د دوی درملنه دوام لري او د یوشمیر ټپیانو حالت هم ښه دی.

د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړوونکی موټر پرون له غرمې وروسته د واټ تر غاړې ماین سره برابره شو.

حبیب الله ددې پیښې د قربانیانو له خپلوانو څخه دی هغه د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي ترڅو د خپلو پوځو موخو لپاره په ځمکو کې د ماینونو له خښولو ډډه وکړي.

دې پیښې د مشرانو جرګې غوسه هم راپارولي ده.

د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي ددې جرګې  په نننۍ ( درې نۍ/سه شنبه د چنګاښ/سرطان په ۲۵مه)ناسته کې وویل ددې پیښې عاملین په هیواد کې د سولې دښمنان دي.

هغه زیاته کړه:د بیګناه کسانو په تیره بیا د ماشومانو او ښځو وژنې چې د هوایی بریدونو له لارې او یا هم په ترهګریزو بریدونو کې تر سره کیږي د خلکو لپاره د منلو نه دي.

د کندهار د خاکریز پیښه د بشرحقونو د فعالانو او ددې ولایت سیمه ییز پازوال غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.

له دې ټولو سره، د پنتاګون د نوی راپور پربنسټ د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په پنځو لومړنیو میاشتو کې،نږدی ۹۵۰ ملکی کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه د پاسه ۲۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ددې راپور پربنسټ د ملکي کسانو د وژنو ډیری عاملین وسله وال طالبان دي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي