د کندهار میرویس روغتون، د هیواد په سویل کې یو له لویو روغتونونو شمیرل کیږي، خو لا هم د روغتیایي شونتیاوو له کمښت سره مخ دی.
د کندهار ترڅنګ، د زابل، ارزګان، هلمند، دایکندي او اوو نورو ولایتونو ناروغان دې روغتون ته مراجعه کوي.
خو دا روغتون د بسترونو د لږوالي ترڅنګ، د جوړښت له کمښت سره هم مخامخ دی.
په دې روغتون کې د یو شمیر ناروغانو کورنۍ وایي، چې د دې روغتون د روغتیايي کارکوونکو او شونتیاوو د کمښت له کبله، په سمه توګه ناروغانو ته رسیدنه نه کیږي.
نصیب الله چې د زابل اوسیدونکی دی، وایي چې د جوړښت کمښت او ناروغانو ته نه پاملرنه لا کله د ناروغانو د مړینې لامل هم ګرځي. هغه له حکومت څخه د دې روغتون د وړتیا د لوړولو غوښتنه لري.
په همدې حال کې، د کندهار د عامې روغتیا ریاست واکپال، موسی جان سلطاني وایي چې په نږدې راتلونکي کې به د میرویس روغتون بسترونه له ۳۵۰ څخه ۶۰۰ ته اوچت شي.
هغه همداراز ډاډ ورکړ چې د دې روغتیايي مرکزونه د روغتیاپالانو او رنځورپالانو شمیر به هم ډیر شي.
له دې ټولو سره؛ اوس مهال د عامې روغتیا وزارت، مرسته رسوونکو بنسټونو او خصوصي سکټور په ملاتړ په دې ولایت کې ۲۱۵ روغتیايي مرکزونه فعالیت لري؛ له دې منځه ۷۱ روغتیايي مرکزونه د حکومت له لورې او ۱۹ روغتیایي مرکزونه بیا د خصوصي سکټور له لورې جوړ شوي دي.