1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کندهار د ولایتي شورا د یوه غړي د دوو زامنو وژل کیدل

کندهار
19 Jul 2021

د کندهار د ولایتي شورا د یوه غړي دوه زامن د ناپيژانده کسانو له لوري وژل شوي دي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی فدامحمد افغان وايي چې ناپيژانده وسله والو کسانو تیره شپه د شیرمحمد او محمود په نومونو د ده دوه زامن په کندهار ښار کې له خپل کوره بهر کړي او په ډزو یې وژلي دي.

ښاغلی افغان زیاتوي چې د هغه د اطلاعاتو پر بنسټ، په دې وروستیو کې نږدې ۷۰ تنه له خپلو کورونو بهر کړای شوي او وژل شوي دي.

سیمه ییز او امنیتي پازوال تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.