1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کندهار د پولیسو مشر له یوې چاودنې روغ ووت

168905716_3746216265490983_684053761192399205_n
03 Jul 2021

د کندهار دپولیسو مشر محمدشریف سرطیب له یوې چاودنې روغ رمټ وتلی دی.

یوه امنیتي سرچینه آرزو ټلویزیون ته وايي چې یو ماین چې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی وو د کندهار ښار پنځمې امنیتي حوزې په اړوند کې یې چاودنه کړې ده.

د سرچینې په وینا د دې چاودنې په پایله کې د کندهار د پولیسو د مشر د یوه ساتونکي په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي دي خو ښاغلي سرطیب بیا زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه سیمه ییز او امنیتي پازوال په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.