1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

 د کندهار ـ ارزګان پر لویه لار چاودنه، ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oruzgan-1-1536x1087
13 Mar 2021

د کندهار – ارزګان پر لویه لار چاودنه کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ارزګان والي محمدعمرشیرزاد وايي چې نن سهار (کب ۲۳مه) په سرخ بید سیمه کې د ملکي کسانو موټر د واټ تر غاړې ماین سره برابر شو چې  په پایله کې یې یوه ماشوم په ګډون درییو تنو ژوند بایللی او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور نور ټپیان دي.

سیمه ییز پازوال وايي دا ماین طالبانو ځای پر ځای کړی وو.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.