1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کندهار والي په کرونا ویروس اخته شوی دی

حیات-الله-حیات
09 May 2020

د کندهار والي حیات الله حیات رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي دي چې د کرونا ویروس د تشخیص پایله کې یې مثبته ده او له دې وروسته به خپلې ورځينۍ چارې له کوره سمبالوي.

د کندهار والي ویلي دي : لکه څرنګه چي تاسو ټول خبر یاست، کرونا یو نړیواله وبا ده او بدبختانه په دغه مهلکه ویروس تر دې مهاله کندهار کي ۴۸۱ تنه اخته سوي، چي ما هم خپل سمپل د کرونا د تشخیص لابراتوار ته لیږلی و، او متاسفانه نتیجه یې مثبته ده.

ښاغلي حیات ویلي دي چې د کرونا ویروس یې خلکو ته د خدمت کولو پر وړاندې خنډ نشي ګرځیدای او ورسپارل شوې دنده به په پوره ایماندارۍ او اخلاص سره پر مخ وړي.

حیات الله حیات همدا راز  ویلي دي: زه تر هر څه لومړی د ولس خدمت ته لومړیتوب ورکوم او د ولس د خدمت په وړاندي کرونا زما مخه نه سي نیولاي او په همدې موخه به نور زه د ولایت مقام دننه، حرم سراي څخه په ولایتي کچه چاري سمبالوم او را سپارل سوی مسؤلیت به په پوره ایماندارۍ او اخلاص د تل په څیر سرته رسوم. همدارنګه د کرونا ویروس د خپریدو له کبله تر هغو زه د چا سره مخامخ نسم لیدلای، تر څو مي نتیجه بیرته منفي سوې نه وي نو په همدې موخه دي ټول هغه دوستان زما معذرت ومني، چي غواړي له نژدې زما سره وویني.

ښاغلي حیات له خلکو غوښتي چې: کرونا جدي وګڼئ او بې احتیاطي مه ورسره کوئ، ځکه د ډاکټرانو له لوري صحي توصیې مراعتول به هیڅکله کرونا ته اجازه ورنه کړي، چي ستاسو کورونو ته لار پیدا کړي.

اوس مهال په کندهار کې ۴۸۲ کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له دې منځه ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱ هم روغ شوي دي.