د کندهار ولایت ودانۍ ته څيرمه د هاوان څلور ګولۍ لګیدلي دي.
یوه سرچینه آرزو ټلویزیون ته وايي چې نن(وري ۱۸مه) له غرمۍ مخکې ۱۱ بجې او ۳۸ دقیقې د هاوان څلور ګولۍ د کندهار ولایت ودانۍ ته څیرمه لګیدلې دي چې دوه یې د ولایت په انګړ او دوه نورې یې هم د جنرال عبدالرازق پر قبر لګیدلې دي.
دا سرچینه زیاتوي چې په دې پیښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د هاوان دوه ګولۍ په دې ولایت کې پر خرقې شریفې لګیدلې وې چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د هاوان دا ګولۍ د کومې ډلې له لوري توغول شوې دي.