د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو شمیر مدني فعالانو یو کتابتون جوړ کړی دی.
دا مدني فعالان په دې جګړه ځپلې ولسوالۍ کې د دې کتابتون موخه د لیک لوست دودول او زده کړو ته لار هواریدل او له ذهنونو څخه د جګړې اغیز لیري کیدل بولي.
د دوی په وینا په دې کتابتون کې په زرهاو بیلابیل کتابونه شتون لري.
د ارغنداب یو شمیر اوسیدونکي هم د فرهنګي او زده کړه ییزو برنامو ودې په برخه کې ګټور ګام بولي.
نا کرارۍ او جګړو نه یوازې دا چې په ارغنداب بلکې شاه ولي کوټ، ژیړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې هم د پوهنې او روزنې پر بهیر بد اغیز کړیدی او آن د یو شمیر ښوونځیو ورونه هم له همدې کبله تړل شوي دي.