په کندرها کې د موټربم چاودنې په پایله کې،اتو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د پولیس مشرۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي چې تیره ورځ (لیندۍ/قوس ۱۵ مه) له چاودیدونکو توکو ډک موټر په ارغستان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د یوې پوستې پر وړاندې چاودنه کړې چې په پایله کې یې درییو پولیسو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د کندهار د والي ویاند وایي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۹۰ طالب جنګیالي په پنجوایي او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.