د دې کمیټې څلورم څارنیز ګزارش ښایي چې د کورنیو چارو وزارت په تیرو پنځو میاشتو کې له لسو سفارشونو، یواځې یو سفارش عملی کړی او لا هم د لوژیستیک، تدارکاتو او بشري سرچینو په برخه کې ستونزې لري.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمیټې څلورم څارنیز ګزارش چې له پنځو میاشتو وروسته نن (څلورنۍ، لیندۍ ۲۶)، خپور شو، دا ښيي چې په کورنیو چارو وزارت کې په تدارکاتو، لوژستیک او بشري سرچینو په برخه کې د فساد د مخنیوي لپاره لا هم ستونزې شتون لري.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمیټې مشر، میوند روحاني وویل، د میک د موندنو پر بنسټ، تمه کیده چې د کور.آی.ام.اس سیسټم په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شي، خو دا سیسټم لا تراوسه په ټولو ولایتونو کې ندی جوړ شوی او د لوژیستیک په برخه کې لا هم د فساد شونتیا شته دی.
د هغه په وینا، لا هم د افسرانو د ګومارنې په بهیر کې ستونزې شتون لري او دا بهیر اوږد دی.
دا ګزارش همداراز ښايي چې د یوه کارکوونکي استخدام حتې دوه میاشتې موده نیسي.
میک موندلې چې د کورنیو چارو وزارت د تداکارتو یو شمیر کارکوونکي، په دې برخه کې لازمې زده کړې نلري او شکایتونو ته د رسیدنې صندوق هم ندی ایښودل شوی.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمیټې د اړیکو پازوال، مدثر اسلامي وویل چې د کورنیو چارو وزارت په تیرو پنځو میاشتو کې، د دې کمیټې یواځې یو سفارش عملی کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې دې بنسټ د میک وړاندیزونه پلي کړي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین وایي چې دې بنسټ د بشري سرچینو، تدارکاتو او لوژیستیک په برخه کې د میک سمون راوړونکي وړاندیزونه عملي کړي او لاسته راوړنې یې هم لرلې دي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمیټې د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ میاشت کې په خپل لومړني ګزارش کې، د فساد د مخنیوي لپاره د کورنیو چارو وزارت ته ۵۶ سفارشونه وسپارل چې د دې وزارت د څارنیز ګزارش په دوو پړاوونو کې، ۴۶ سفارشونه عملي شوي، خو له مهمو سفارشونو چې شمیر یې لسو ته رسیږي، یواځې یو سفارش عملي شوی دی.