د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د طالبانو ډلې د لوی اختر د درې ورځیني اوربند په لړ کې، ۳۸ سرغړونې کړې دي.
د درې ورځیني اوربند پایته رسیدو سره هم مهاله، د کورنیو چارو وزارت، طالبان په دې ورځو کې په سرغړونو تورنوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین، نن (دوه نۍ، زمري۱۳)، رسنیو ته وویل چې د درې ورځیني اوربند پرمهال، طالبانو ۳۸ تاوتریخوالي کړي.
د هغه په وینا، د دې تاوتریخوالي په پایله کې، ۲۰ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
د طالبانو ډلې تراوسه په دې اړه غبرګون ندی ښودلی.
په د ېمنځ کې، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په هیواد کې د اوربند د غځیدو غوښتنه کړې.
د بشر حقونو د خبلواک کمیسیون د نشراتو مشر، ذبیح الله فرهنګ آرزو ټلویزیون ته وویل، د اوربند ټینګیدل په هیواد کې د تاوتریخوالي د کمیدو لامل ګرځي او د شخړې دواړه لوري باید د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.
له بلې خوا، یو شمیر هیوادوال له طالبانو غواړي چې له ځانه انعطاف وښايي او اوربند وغځوي.
د سولې د ولسي ټولنې مشر او د طالبانو مخکینی چارواکی، سیداکبر آغا په دې اړه وویل؛ د دې ډلې له لورې اعلان شوی اوربند یوازې اختر ته ځانګړی وو او زه فکر نه کوم چې په رسمي او نارسمي بڼه وغځول شي.
له دې ټولو سره، طالبانو ویلي چې د قطر د هوکړه لیک پر بنسټ د ۵زرو بندیانو د خوشې کیدو یوه اوونۍ وروسته، د افغانانو ترمنځ خبرې پيلوي. حکومت له دې پنځو زرو بندیانو، ۴۶۰۰ خوشې کړي او ویلي چې د پاتو بندیانو د خوشې کیدو لپاره مشورتي لویه جرګه جوړوي؛ هغه څه چې د شنونکو په وینا، د تاوتریخوالي دوام او د سولې د بهیر ځنډیدو ته لاره هواره کړي.