1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کورنیو چارو وزارت واکپال: د جګړې پرته عوامل په بغلان او لغمان کې د امنیتي حالت د خرابیدو لامل ګرځیدلي

189902236_2989674244596499_8712908093039584828_n
25 May 2021

حیات الله حیات د مشرانو جرګې په استجوابیه کې ناسته کې وویل چې په بغلان او لغمان کې له مقاومت پرته د یو شمیر پوستو سپارلو موضوع په جدي توګه څیړي.

مشرانو جرګې په نننۍ (درې نۍ، غبرګولي څلورمه)، ټولیزه ناسته کې، د ملي امنیت عمومي مشر او د کورنیو چارو وزارت واکپال د ټولیز امنیت حالت، د جګړو د ډیریدو او د تیرې یوې میاشتې لږه موده کې د ګڼو ولسوالیو سقوط له کبله استجواب کړل.

ډیرۍ سناتورانو د دې بنسټ پر پازوال نیوکې وکړې؛ یو شمیر سناتوران امنیتي بنسټونه د امنیتي او دفاعي سرتیرو په اکمالاتو کې په کمزورتیا او له ګواښونو سره د مخامخیدو لپاره له مخکې د برنامې په نه لرلو تورنوي.

د کورنیو چارو وزارت واکپال، حیات الله حیات په خپلو لومړنیو خبرو کې، په بغلان او لغمان کې وروستیو نښتو ته ګوتڅنډنه وکړه. هغه په دې ولایتونو کې د جګړو د ډیریدو لاملونه، له جګړې جلا په ګوته کړل.

ښاغلي حیات که څه هم د دې عواملو اړوند جزییات ورنکړل؛ خو هغه په دې دوو ولایتونو کې د مقاومت پرته د یو شمیر پوستو تسلیمۍ ته ګوتڅنډنې سره ټینګار وکړ چې په جدي توګه به دا سکالو وڅیړي.

د کورنیو چارو واکبال وزیر باور لري چې د طالبانو لږ تر لږه ۹۰ سلنه بریدونو او برنامو مخنیوی شوی او پر دې ټینګار سره چې د هیواد پوځیان له لوړې روحیې سره جګړه کوي، ډاډ ورکوي چې په هلمند، غزني، میدان وردګ او یو شمیر نورو ولایتونو کې به نیمګړتیاوې هوارې شي.

هغه د دې ویلو سره چې د خلکو اندیښنې د دښمن د رواني جګړې او تبلیغاتو له کبله دي، وویل: له بده مرغه بهرني استخبارات تبلیغ کوي چې افغانستان سقوط کوي؛ خو دا په بشپړه توګه دروغ محاسبه ده.

له دې سره هم مهاله، د ملي امنیت عمومي مشر، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د طالبانو د بریدونو د اووه سلنه لوړوالي او د هیواد د پوځیانو د عملیاتو د ۵۰ سلنه ډیروالي خبر ورکړ.

ښاغلي سراج وویل: په تیرو دوو میاشتو کې مو ۱۸۸۰ کسان نیولي دي چې نږدې ۱۳۰۰ تنه یې ترهګر وو.

د ښاغلي ضیا په وینا، که د ترهګرو د اعدام پر وړاندې د بشري حقونو د بنسټونو مقاومت ونه اوسي؛ هغه کسان چې نیول شوي، باید اعدام شي.

له بلې خوا د ملي امنیت عمومي مشر ټینګار لري چې داعش او القاعده د افغانستان په شمال کې د خپل نفوذ د ډیرولو په هڅه دي.

د هغه په وینا، اوس مهال په هیواد کې د بهرنیو جنګیالیو اټکلیز شمیر، لس زرو تنو ته رسیږي.

د امنیتي او دفاعي بنسټونو پازوال به داسې حال کې نن د مشرانو جرګې له لورې استجواب شول چې په تیرې یوې میاشت کې د هیواد ډیرۍ برخې د جګړې د ډیریدو شاهدانې دي او په وروستیو درییو میاشتو کې، څلور ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلي؛ د ملي دفاع وزارت واکپال هم دې ناستې ته بلل شوی وو خو په لغمان کې د حضور له کبله دې ناستې ته حاضر نه شو.