1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کورنیو چارو وزارت واکپال پر وسله والو غلو د ډزو سپارښتنه وکړه

1573392803dpp
11 Oct 2020

د کورنیو چارو وزارت واکپال محمدمسعوداندرابي امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې له مجرمینو او هغو کسانو سره چې د پولیسو پر وړاندې دریږي، پریکنده چلند وکړي.

د کورنیو چارو وزارت واکپال د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې څخه د لیدنې پرمهال ویلي دي ې:« کله چې له مجرمینو سره مخامخ کیږئ، و یې وهئ په اصولو خو یې پوهیږئ، چې په کوم ځای يې وولئ ».

د کورنیو چارو وزارت مخکې له دې هم پولیسو ته سپارښتنه کړې وه چې له مجرمینو سره پریکنده چلند وکړئ او د مقاومت په صورت کې پرې ډزې وکړئ.

په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو په تیره بیا پلازمینه کې جنايي جرمونه، موخه ییزې وژنې او چسپکي ماینونو له ډيریدو شکایتونه ډیر شوي دي.