په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر ۱۰۹۲ ته ورسید.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۶۶ نوې مثبتې پيښې په پنځو ولایتونو کې ثبت شوي دي.
ښاغلي مایار زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ کړیو کې، په کابل کې ۵۲ پيښې، په لغمان کې پنځه پيښې، په بغلان کې څلور پیښې، په ننګرهار کې څلور پيښې او یوه بله پیښه هم په پکتیا کې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت په ۱۵ راتلونکو ورځو کې د کرونایي حالت له بدتره کیدو اندیښو سره، له هیودوالو غواړي چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د دې وزارت سپارښتنې جدي ونیسي.