د بشرحقونو د څار بنسټ د افغانستان له حکومت او طالبانو له ډلې غوښتي ترڅو د ملګرو ملګرو له سازمانو او نورو مرسته کونکو سازمانونو سره یو ځای روغتیایي ساتنې ته د افغانستان د میلیونونو وګړو لپاره د ښه شرایطو برابریدو په برخه کې کار وکړي.
دې سازمان ویلي دي چې کورني بیځایه شوي او همدا شان کلیوالې سیمې ډیری زیانمنونکې دي او روغتیایي چوپړتیاو ته د دې کسانو او سیمو لاس رسی لږ دی.
په آسیا کې د بشرحقونو د څاربنسټ مدیر پتریشیا ګاسمن وویل: “ د کووید ۱۹ د کړکیچ له کبله د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی،خو د افغانستان چارواکي او طالبان لاهم له یو بل سره په نښته دي.لازمه ده ترڅو دواړه لوري د ملګرو ملتونو سازمان او نورو بشرپاله سازمانونو سره یو ځای کار وکړي ترڅو دا ډاډ تر لاسه شي چې د دې هیواد ټولو برخو ته مرستې ورسیږي او که داسې نشي اوسنی حالت به ناوړین رامنځته کړي.”
میرمن ګاسمن زیاته کړه: “ دواړه لوري باید پر روغتیایي کارکونکو او مرکزونو خپل بریدونه ودروي.د افغانستان حکومت،طالبان او نړیوال سازمانونه باید ژر تر ژره داسي لارې ولټوي ترڅو د افغانستان ټولو وګړو ته د روغتیایي چوپړتیاو وړاندې کیدو لپاره د مرستې لار هواره کړي.”