دې بنسټ اعلان کړی چې طالبانو د افغانانو ترمنځ په خبرو کې د اټکلیزې هوکړې لپاره زرغون څران وښايي او د ښځو د حقونو او د افغانستان دولتي سرتیرو د جوړښت اړوند خپل دریځ روښانه کړي.
د کړکیچ د نړیوالې ډلې په نوي ګزارش کې راغلي چې طالبانو د سولې په بهیر کې ګونګه او ناروښانه دریځ لري. دا ګزارش چې پرون ناوقته (درې نۍ، زمري۲۱)، خپور شو، په هغه کې راغلي چې د افغانستان د راتلوني اړوند یوې ټلوالې ته د رسیدو لپاره، اوږد مزل پاتی دی.
د دې ګزارش پر بنسټ، د ښځو او اقلیتونو د حقونو اړوند د طالبانو دریځ ګونګ دی او ډیرۍ د دې دلې د سیمه ییزو باورونو او مشرانو له لارې تعریف کیږي.
دې ډلې له طالبانو غوښتي چې د افغانانو ترمنځ په خبرو کې دا روښانه کړي چې څرنګه د ښځو او لږکیو له حقونو ساتنه وشي، د افغان امنیتي سرتیرو په جوړښت کې څه بدلون راشي او د دې ډلې جنګیالي په امنیتي جوړښت کې څه ونډه ولري.
د دې ګزارش پر بنسټ؛ طالبان باید د جګړې اړوند له پیغام رسولو واټن واخلي او ځان د سولې په خبرو کې ښکلیو لوریو سره پراخو خبرو ته چمتو کړي.
د کړکیچ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د ترسره کیدو لپاره، طالبان باید د کلیدي سکالو اړوند روښانه دریځ غوره او د خپلو غړو د هڅونې لپاره هڅه وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان څیړونکی زمان سلطاني په دې اړه وایي چې سوله باید په دې بهیر کې د ټولو ښکیلو لوریو له لورې د ملاتړ وړ وي.
دا ګزارش په داسې حال کې خپریږي چې تر څو ورځو، تمه ده د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.
د افغانستان حکومت ویلي چې د طالبانو د ۴۰۰ اختلافي بندیانو د خوشې کیدو فرمان لاسلیک سره، د افغانانو ترمنځ د خبرو پر وړاندې وروستی خنډ هم لرې شوی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیاله، درانۍ جاوید وزیري وویل چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او د دولت مرکچي پلاوی هم د خبرو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د کړکیچ د نړیوال سازمان په ګزارش کې راغلي چې اړتیا ده طالبان د افغانانو ترمنځ د خبرو په میز کې د اټکلیزې هوکړې اړوند زرغون څراخ وښايي.
د طالبانو ډلې تراوسه د کړکیچ د نړیوالې ډلې د ګزارش اړوند څه ندي ویلي.