| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ګډو ځواکونو د قومندانۍ د کار پیل
07 Jun 2020
د ګډو ځواکونو قومنداني د پلازمینې د امنیت د ټینګښت په موخه، د نوې طرحې د ترلاس لاندې نیولو خبر ورکوي.
دا قومنداني چې له درییو امنیتي بنسټونو جوړه ده، د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې چې پر بنسټ یې، له دې وروسته تورې ښيښې لرونکي او بې اسناده وسایط او همداراز بې جوازه وسلو سره تګ را تګ ممنوع کیږي.
د ګډو ځواکونو قومندان، احمد فیصل خان الله داد وایي: “خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې تر څو چې وینه مو په تن کې ده، مونږ د خپلو خلکو چوپړ کوو او زمونږ پرسونل له هیڅ چا څخه ویره نلري او هیڅ کله به هم زورویونکي او قانون ماتوونکي ته او هغه کس چې قانون نه مراعتوي، سر ټیټ نکړو.”
که څه هم مخکې له دې د پلازمینې او د هیواد د یو شمیر لویو ښارونو د امنیت د ټینګښت په موخه داشان برنامې طرحه شوې وې، خو د هیوادوالو په باور مثبته پایله یې نده لرلې.
د پلازمینې اوسیدونکي له امنیتي بنسټونو غواړي چې د خلکو د امنیت د ټینګښت په موخه جدي ګامونه اوچت او هغه امنیتي پازوال چې په خپلو دندو کې ناغیړي کوي، ورسره قانوني چلند وشي.
له بلې خوا د هیواد د پوځیانو د ملاتړ او له امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ د همکارۍ په موخه، په پلازمینه کې یو شمیر مدني فعالانو، د انځورونو درې ورځینی نندارتون جوړ کړ.
صفی الله سلطاني چې د دې نندارتون له جوړوونکو څخه دی، وایي: “په ټوله کې د دې نندارتون د جوړیدو موخه، سرتیرو ته روحیه ورکول دي او هغه لامل چې مونږ دا نندارتون جوړ کړی، د خلکو او پولیسو ترمنځ نږدی والی دی. “

له دې ټولو سره، د ګډو ځواکونو قومنداني چې له درییو امنیتي بنسټونو جوړه ده، تیره اوونۍ د پلازمینې د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه جوړه شوه.
دا چې دا قومنداني به تر کومه کچه د کابل د امنیت د ټینګښت په برخه کې اغیزمنه وي، د مهال په تیریدو سره به جوته شي.
