1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د یماسیاووش د وژل کیدو په تړاو ۱۱ تنه ونیول شول

116559708_131684210_2490992797860833_8035868291904812713_o
07 Apr 2021

د ولسمشرلومړي مرستیال امرالله صالح د مرکزي بانک دعامه اړیکو د مخکېني سلاکار یماسیاووش او د هغه دوو همکارانو د وژنې په تړاو د طالبانو د ډلې ۱۱ غړو له نیولو خبر ورکړی دی.

ښاغلي صالح نن (څلورنۍ، وري ۱۸مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې له دې کسانو څخه په لس هاو چسپکي ماینونه هم تر لاسه شوي دي.

د طالبانو ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي دي چې دا کسان د کابل پولیسو له لوري نیول شوي دي.

امرالله صالح همداشان دې دوسیې د لاس رسي لپاره رسنۍ او مدني او بشري حقونو مدافعان بللي دي.

هغه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې: “د ولسمشر د لومړي مرستیال د رسنیو او عامه اړیکو برخه چمتو ده، ترڅو مدني بنسټونو، د رسنیو ټولنې، د حق غوښتنې بنسټونو، له بشري حقونو دفاع موسسو او ټولو هغو بنسټونو ته چې د ۱۱نیول شویو ترهګرو د دوسیې اړوند چې د نورو جنایتونو ترڅنګ یې یما سیاووش هم وژلی او په خپل جرم یې اعتراف کړی د لاس رسي زمینه برابره کړي.”

 

یماسیاووش او دوه هکاران یې د تیر کال په لړم/عقرب میاشت کې د کابل ښار مکروریان سیمه کې په یې چاودنه کې ژوند بایلود.

مخکې له دې د سیاووش کورنۍ د دوی د زوی د وژل کیدو د څرنګوالي روښانیدو په موخه، د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته شکایت کړی وو او له دې بنسټ څخه یې غوښتي وو چې دا دوسیه په بې پلوۍ سره وڅاري.