د کورنیو چارو وزارت د یما سیاوش د وژنې په تړاو د درییو کسانو له نیولو خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزیر مسعوداندرابي وایي چې د دې پیښو د روښانیدو لپاره له د ملي امنیت له عمومي ریاست سر ه په همغږۍ جدي پلټنې دوام لري.
ښاغلی اندرابي ټینګار کوي چې د کورنیو چارو وزارت د دې قضایاوو څارنې او د خبریالانو،مدني او بشري حقونو فعالانو پر وړاندې ګواښ مخنیوي لپاره یې یوه ځانګړې ډله ګمارلې ده.
په همدې حال کې ولسمشرغني وایي چې د ولسواکۍ اوچت غږ،جمهوریت او د بیان خپلواکي موخه ګرځول،د حکومت لپاره د منلو نه دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پربنسټ، ښاغلي غني امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې د وروستیو ترهګریزو بریدونو عاملینو ته د سزا ورکونې لپاره اقدام وکړي او امنیتي بنسټونه دې د هیواد د رسنیز او مدني بنسټونو سره په سلا مشورې، د داشان پیښو مخنیوي لپاره له ټولو شونتیاو کار واخلي.
مخکېنی خبریال او د افغانستان مرکزي بانک د مشر سلاکار یما سیاوش له خپلو دوو همکارانو سره د (لړم/عقرب په ۱۴مه) د دوی په موټر کې ځای پر ځای شوي چسپکي ماین چاودنې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.